ads

نامعلومو کسانو جلال اباد ښار کې يو دوکاندار وژلی

د ننګرهار ولايت مركز جلال اباد ښار کې نامعلومو موټر سايکل سپرو يو دوكاندار په ډزو وژلى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، تېره شپه د جلال اباد ښار دويمې ناحيې اړوند د اطفايې کوڅه کې يو دوكاندار، چې په خپل دوكان کې ناست و، د دوو نامعلومو موټر سايکل سپرو له لوري په ډزو وژل شوى دى.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396

د نوموړي په خبره، له پېښې سره سم امنيتي کسان سيمې ته رسېدلي او د تېښتې په حال کې يې يو قاتل له دوه ميله تومانچو سره يو ځاى نيولى دى.
خوګياڼي زياته كړه، هڅه كوي په دې قضيه كې نور ښکېل کسان هم پيدا كړي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو کې د جلال اباد ښار بېلابېلو سيمو کې يو ځل بيا هدفي وژنو، انسان تښتونو او وسله والو غلاوو زور اخيستى، چې ښاريان يې اندېښمن كړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA