ads

غزني کې د کانکور ازموینه پیل شوه

په غزني کې د دولسمو ټولګیو له فارغینو څخه د کانکور ازموینه پیل شوه، چې د چارواکو په وینا تر درېیو ورځو پورې به دوام وکړي.
د لوړو زده کړو وزارت د ازموینو د ریاست مشر احمد جاوید رسولي نن سهار په غزني کې د کانکور ازموینې تر پیل مخکې خبریالانو سره خبرو کې وویل، چې سږ کال په دې ولایت کې څه باندې ۸۱۰۰ کسانو ګډون کړی، چې نږدې پنځوس سلنه یې نجونې دي.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396

رسولي وایي، د ازمویني شفافیت ته یې هم جدي او بشپړ تدابیر نیولي دي.(( سږ کال غزني کې د کانکور ۸۱۱۴ تنه ګډونوال لرو چې ۴۹۱۱ تنه یې هلکان او ۳۲۰۳ تنه يې نجونې دي)).
نوموړي زياته کړه، سږکال یې په کانکور ازموینه کې دوه ستر بدلونونه رامنځته کړي، چې یو یې د ازموینې د وخت تغییر و، ځکه چې په وینا یې مخکې به د واورو له کبله د ولسوالیو لارې تړلې وې او زده کوونکي به ګڼو ستونزو سره مخ کېدل او بل هم د شفافیت په هدف د بایو مټریک سیسټم فعالول دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر تېر ۱۳۹۵ کال پورې په غزني کې د کانکور د ګډونوالو شمېر له ۱۱ زره څخه تر ۱۷ زره پورې وو.
د غزني ولایت د پوهنې ریاست مشر محمد عابد عابد وایي، چې سږ کال په دې ولایت کې د کانکو د ګډونوالو شمېر خورا کم شوی دی، چې لاملونه یې هم بهرنیو هېوادونو ته د ځوانانو مهاجرت او د کانکور په ازموینه کې د شفافیت په موخه له جدي تدابیرو څخه د ځینو زده کوونکو وېره په ګوته کوي، چې له کبله یې دغه ازموینه کې ګډون نه دی کړی.
د غزني امنیې قومندان مل پاسوال امین الله امرخېل وایي، د کانکور ازموینې د امنیت او نظم لپاره یې جدي تدابیر نیولي او هېچاته به په دغه پروسه کې د مداخلې او لاسوهنې اجازه ورنه کړي.
امنیې قومندان وایي، د لوړو زده کړو وزارت له لوري د راغلي پلاوي له غړو پرته هېڅ چارواکی، وکیل او مشر ته اجازه نه ورکوي څو د ازموینې صحنې ته داخل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA