ads

زاخېلوال: يو شمېر طالبانو د جګړې پرېښودو ته چمتووالى وښود

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، يو شمېر طالبانو ورسره اړيکې نيولي او ورته ويلي يې دي، چې جګړه پرېږدي، خو په هېواد کې دې يې امنيت خوندي شي.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396
زاخېلوال: يو شمېر طالبانو د جګړې پرېښودو ته چمتووالى وښود

په اسلام اباد کې د افغانستان سفير حضرت عمر زاخېلوال وايي، يو شمېر طالبانو ورسره اړيکې نيولي او ورته ويلي يې دي، چې جګړه پرېږدي، خو په هېواد کې دې يې امنيت خوندي شي.
هغه دا څرګندونې د سې شنبې په ورځ د خيبر پښتونخوا په څمکنو سيمه کې هېواد ته د ستنېدونکو افغان کډوالو له مرکز څخه د ليدنې په مهال وکړې.
زاخېلوال زياته كړه، هغه طالبان، چې په جګړو کې يې برخه اخيستې، اوس په دې پوهېدلي، چې دا جګړه پر افغانستان له بهره تپل شوې او له دوى د جنګي وسيلې په توګه کار اخيستل شوى دى.
د نوموړي په وينا، دغو طالبانو اوس له دوى سره اړيکې نيولي او غوښتنه يې کړه، چې غواړي د جګړې ليکې پرېږدي او خپل هېواد ته ستانه شي.
زاخېلوال وايي، د افغانستان حکومت او ولس د نورو هېوادوالو په څېر د دغو طالبانو او د دوى د کورنيو هرکلى کوي، د هغوى سر، مال او عزت به د نورو عامو کډ‌‌والو په څېر خوندي وي.
د هغه په خبره، جمهور رئيس غني له ده سره خبرو كې يو ځل بيا د هغو طالبانو او د هغوى د کورنيو د ژوند د مصئونيت ډاډ ورکړ، چې له جګړې لاس اخلي او سوله ييز ژوند پيلوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA