ولسي جرګې نن د دې جرګې د څلورو غړو دندې وځنډولې.
د احمد بهزاد، فرشته انوري، پروين درانۍ او بشير احمد تينج دندې له دې كبله وځنډول شوې، چې پرله پسې يې شل ورځې غير حاضري كړې وه.
د ولسي جرګې رئيس عبدالرووف ابراهيمي په نننۍ عمومي غونډه کې وويل، چې دغه څلور كسان به له دې وروسته له ټولو امتيازونو بې برخې وي او نه شي کولاى ولسي جرګې ته ورشي.
د يادونې وړ ده، چې د ډېرى وكيلانو د غير حاضرۍ له كبله د ولسي جرګې اكثره غونډې بې نتېجې پاى ته رسېږي.


