امريكا كې ډزو ۳ كسان وژلي

د امريکا په کلفورنيا ايالت کې پرون د ډزو په نتيجه کې درې کسان وژل شوي دي.
ځايي رسنۍ وايي، چې د کلفورنيا ايالت په يو ښوونځي کې يو کس په ډزو د يو زده کوونکي او ښوونکي په ګډون درې کسان ځاى پر ځاى وژلي او يو شمېر نور يې ټپيان کړي دي.