ads

افغانستان له امريكا د ملي اردو د ځانګړو ځواكونو د تجهيز غوښتنه کړې

افغان حكومت له امريكا غوښتي، چې د هليكوپټرو او استخباراتي تجهيزاتو په ګډون د هېواد د ملي اردو د ځانګړو ځواكونو د اړتيا وړ تجهيزات وركړي.

نویسنده: sarwan
23 وری 1396
افغانستان له امريكا د ملي اردو د ځانګړو ځواكونو د تجهيز غوښتنه کړې

افغان حكومت له امريكا غوښتي، چې د هليكوپټرو او استخباراتي تجهيزاتو په ګډون د هېواد د ملي اردو د ځانګړو ځواكونو د اړتيا وړ تجهيزات وركړي.
په واشنګټن كې د افغانستان سفير حمدالله محب ويلي، چې افغان ځانګړي ځواكونه دغو تجهيزاتو ته اړتيا لري.
امريكايي رسنۍ وايي، محب د امريكايي متقاعدو ډيپلوماټانو ډلې سره په خبرو كې ټينګار كړى، چې افغانستان له خپلو نړيوالو شريكانو سره په مشورې د (سولې او برياليتوب) په نوم څلور كلنه ستراتېژي جوړه كړې، چې د ځانګړو ځواكونو پياوړي كول د دې ستراتېژۍ يوه برخه ده.
كه څه هم د امريكا د حكومت رسمي چارواكو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو په ودرو ولسن تحقيقاتي مركز كې د اسيا د جنوب ختيځو مسايلو تحليلګر مايكل كو ګلمن ويلي، افغانستان ته د نورو امريكايي سرتېرو لېږل او د تجهيزاتو برابرول دواړه ممكن دي او داسې ښكاري، چې د ډونالډ ټرمپ دولت په قوي احتمال دا كار ترسره كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د كابل او واشنګټن ترمنځ د امنيتي تړون له مخې امريكا ژمنه ده، چې له افغان ځواكونو ملاتړ وكړي او د هغوى د پياوړتيا لپاره نظامي پرمختللي وسايل او تجهيزات برابر كړي.
د پوځي چارو كارپوهان او د ملي شورا غړي وايي، چې ياد تړون تراوسه په بشپړ ډول نه دى عملي شوى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA