لغمان: د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۴ وسله وال وژل شوي

په لغمان ولايت كې تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، د دغه ولايت د مرکز اړوند عمرزيو سيمه کې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره نښته كړې، چې په ترڅ كې يې ۴ طالبان وژل شوي او ۷ نور سخت ټپيان دي.