په لغمان ولايت كې تېره شپه د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک کليد ته وويل، د دغه ولايت د مرکز اړوند عمرزيو سيمه کې افغان ځواکونو له وسله والو طالبانو سره نښته كړې، چې په ترڅ كې يې ۴ طالبان وژل شوي او ۷ نور سخت ټپيان دي.
د ځواك په وينا، د نښتې په مهال امنيتي ځواكونو يو وسله وال طالب ژوندى نيولى، چې اوس مهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
هغه زياته كړه، چې په دې نښته كې امنيتي ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


