لغمان او ننګرهار كې د امنيتي ځواكونو عملياتو دوام لري

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان او ننګرهار ولايتونو كې يې د روانو الماس ۲ او شاهين ۲ عملياتو په مهال دوو طالب قوماندانانو ته پر مرګ ژوبلې اړولو سربېره په لسګونه جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.