د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان او ننګرهار ولايتونو كې يې د روانو الماس ۲ او شاهين ۲ عملياتو په مهال دوو طالب قوماندانانو ته پر مرګ ژوبلې اړولو سربېره په لسګونه جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، تېره شپه يې د لغمان ولايت د مركز په مربوطاتو كې د الماس ۲ عملياتو په مهال له وسله والو طالبانو سره نښته کړې، چې په ترڅ كې يې يو طالب قوماندان وژل شوى او يو بل سخت ټپي دى.
نوموړي زياته كړه، چې د ننګرهار په سرخرود او روداتو ولسواليو کې يې د روانو شاهين ۲ عملياتو په مهال په لسګونه جريبه ځمکه باندې کرل شوي کوکنار اړولي دي.
د فقيري په خبره، په يادو عملياتو او نښته کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


