ads

كابل ښار كې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې مربوطاتو كې نن سهار د ملي يو سرتېرى د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
كابل ښار كې د ملي اردو يو سرتېری وژل شوی

د ملي دفاع وزارت وايي، چې د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې مربوطاتو كې نن سهار د ملي يو سرتېرى د نامعلومو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د دې وزارت د مرستيال وياند محمد رادمنش په وينا، تحقيقاتي ډله سيمې ته تللې او په دې اړه يې د نورو جزياتو له وركولو ډډه وكړه.
بل خوا يوه دولتي سرچينه، چې نه غواړي نوم واخيستل شي وايي، د كابل ښار په زنبق څلور لارې كې پرون ناوخته د ملي امنيت د لسم رياست يو كار كوونكى هم نامعلومو وسله والو وژلى دى.
پر دې سربېره پرون سهار د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند چهارراهي قنبر سيمه كې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز دوه كار كوونكي هم د نامعلومو وسله والو له لوري وژل شوي وو.
د كابل پوليسو تراوسه د دغو پېښو په تړاو څوك نه دي نيولي او مسووليت يې هم چا پر غاړه نه دى اخيستى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA