په داسې حال کې، چې امريکايي جنګي بېړۍ د کوريا ټاپو وزمې ته استول شوي، شمالي کوريا له امريکا سره هر ډول جګړې بشپړ چمتووالى وښود.
امريکا د کوريا ټاپو وزمې ته د خپلو نظامي قواوو استول په سيمه کې د خپلو سرتېرو او ګټو له خونديتوب سره تړلي ياد کړي، خو شمالي کوريا يې د جګړې په معنا يادوي.
د شمالي کوريا د بهرنيو چارو وزارت نن سهار د امريکا په وړاندې د خپل هېواد د دريځ په اړه وويل، چې ځواکونه يې د متحدو ايالتونو هر ډول احتمالي بريد ته چمتووالى لري.
په ورته وخت کې جنوبي کوريا پر شمالي کوريا د امريکا د احتمالي بريد په اړه اندېښنه ښودلې او سپارښتنه يې کړې، چې د خلکو ژوند دې په پام کې ونيول شي.
د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ اړيکې وروسته له هغې نورې هم کړکېچنې شوې، چې شمالي کوريا څو ورځې وړاندې نوي منځني واټن ويشتونكي توغندي وازمايل.


