زنداني ښځې عدالت غواړي

په افغانستان کې اوس مهال هم ګڼې ښځې په زندانونو کې له نارینهوو بېلې له خپلو ماشومانو سره ساتل کېږي، د دوی ځینې په لنډ او ځینې بیا په اوږد مهاله بند محکومې دي.د کابل بادام باغ په ښځینه زندان کې ښځې په بېلا بېلو جرمونو بندیانې دي، د هرې یوې له اوښکو ډکې سترګې بېله کیسه بیانوي.په دغه زندان کې د ښځينه زندانيانو څلوېښت کلنه ساتونكې وایي، ښځو بېلابېل جرمونه ترسره کړي، له قتل رانيولې تر جنسي اړيکو، په ډول ډول تورونو بنديانې دي، ځينې يې ماشومان لري خو د ځينو نورو ماشومان په همدې زندان کې دنیا ته راغلي دي.هغې یوې ښځې ته چې ۳۵ کلنه ښکارېده اشاره وکړه او ويې ويل، دا ښځه شپږ ماشومان لري وروستی ماشوم یې همدلته په زندان کې همدا څو میاشتې وړاندې وزېږېد، د خپل لېور د وژلو په تور نيول شوې، ځکه لېور يې غوښتل له هغې جنسي ګټه پورته کړي.د مرکز کابل او ولایتونو زنداني ښځې د ځانګړو ورځو لکه د مارچ اتمې يا نوي کال ورځو ته سترګې په لاره وي چې د دغه ورځو په مناسبت د جمهور رييس فرمانونه صادر شي او د بند په موده کې يې تخفيف راشي.