وروسته له هغې، چې په خزر سمندرګي په ځانګړې توګه قفقاز او آستراخان سيمو کې ترهګريز خوځښتونه زيات شول، روسيې هلته خپلې سمندري جنګي بېړۍ او اوبتلې د تيارسئ حالت ته ګرځولې دي.
ايرنا خبري اژانس د روسي پوځي چارواکو له قوله ويلي، چې په قفقاز او آستراخان سيمو کې د روسيې سمندري ځواکونو پوځي تمرينونه هم پيل کړي دي.
په قفقاز سيمه كې د روسي ځواكونو قوماندان واديم استافيف پرون وويل، چې په خزر سمندرګي کې يې پوځيان هر ډول ګواښ ته بشپړ چمتووالى لري.
په دې پوځي تمرينونو او د چمتووالي حالت کې د روسيې جنګي بېړۍ،سمندري اوبتلې او سترې جنګي بېړۍ د بشپړ چمتووالي حالت ته ګرځول شوې دي.
روسيه په دې وروستيو کې د داعش د حضور په اړه اندېښنه لري او له چيچنيا، داغستان او يو شمېر نورو سيمو څخه د ترهګرو د ور اوښتو وېره يې زياته شوې ده.


