د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چې د هلمند ولايت امنيتي حالت د پخوا په پرتله ښه شوی او ياد ولايت کې د ملي دفاع وزارت اکمالات د ځمکې له لارې ترسره کېږي.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمد رادمنش نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، هغه امريکايي پوځيان چې هلمند ولايت کې مېشت دي، يوازې افغان ځواکونو ته مشورې ورکوي.
رادمنش زياته کړه هغه هېوادونه چې د تروريزم د ځپلو په موخه مرستې کوي، بايد د افغانستان د حکومت له لارې يې ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه هره هغه ډله چې د افغانستان د خلکو پر ضد وسله پورته کوي او د ملي ګټو پر وړاندې درېږي، امنيتي ځواکونه به يې وځپي.
رادمنش دا هم وويل، چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په اوږدو کې د ترسره شويو عملياتو په ترڅ کې تر ۵۰ زيات وسله وال محالفين وژل شوي دي.


