د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، اچین او کوټ ولسوالیو کې د روانو حمزه عملیاتو پرمهال چې کومانډو ځواکونه یې پرمخ وړي ۱۳ داعش وسله وال وژل شوي دي.
د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې له تېرو څو ورځو راهیسې د افغان کومانډو ځواکونو او د پولیسو ځانګړې قطعې له لوري د اچین او کوټ ولسوالیو په مربوطاتو کې د داعش ځپلو په موخه عملیات پیل شوي، چې تېره شپه د توپچي بریدونو او نښتې پرمهال ۱۳ داعش وسله وال ووژل شول.
نوموړی وایي، په یادو عملیاتو کې افغان ځواکونو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.


