ايراني رسنۍ وايي، چې نن سهار د يمن د حوثي وسله والو د توپچي بريدونو له كبله يو شمېر سعودي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ايراني رسنيو د حوثي وسله والو له قوله ويلي، چې د دوى توپچي بريدونو کې د سعودي عربستان د نجران او عسېر سيمې په نښه شوې دي.
د رپوټونو له مخې، يادو توپچي بريدونو کې د سعودي عربستان يوه نظامي اډه هم په نښه شوې او ستر زيان يې ليدلى دى.
سعودي عربستان دوه کاله وړاندې له حوثي وسله والو سره جګړه پيل کړه، ترڅو وکولى شي په يمن کې سعودي پلوى تښتېدلى جمهور رئيس منصور هادي د واک پر ګدۍ کېنوي.
له حوثي وسله والو سره د ايران له خوا مرسته کېږي.


