ads

دوه ورځو کې به د حزب اسلامي يو شمېر بنديان خوشې شي

حزب اسلامي ته نږدې سرچينې وايي، چې د دغه ګوند لومړۍ ډله سياسي بنديان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ خوشې شي.

نویسنده: sarwan
22 وری 1396
دوه ورځو کې به د حزب اسلامي يو شمېر بنديان خوشې شي

حزب اسلامي ته نږدې سرچينې وايي، چې د دغه ګوند لومړۍ ډله سياسي بنديان به د راتلونکې پنجشنبې په ورځ خوشې شي.
مخکې داسې ويل شوي و، چې له حزب اسلامي سره د شوي تړون پر بنسټ به د دوشنبې په ورځ دغه ډله زندانيان خوشې شي، خو د دې ګوند وياند قريب الرحمن سعيد پرون ناوخته کليد ته وويل، چې د ځينو تخنيکي ستونزو له کبله دا کار ترسره نه شو.
نوموړي زياته کړه، ډېر احتمال شته، چې د راتلونکې پنجشنبې په ورځ او يا هم په راتلونکې اونۍ کې ياد زندانيان د افغانستان له مختلفو زندانونو خوشې شي.
که څه هم يادې سرچينې د دغو بنديانو د شمېر په هکله څه و نه ويل، خو ويل کېږي، چې په لومړي ګام کې به ۶۹ زندانيان د هېواد له بېلابېلو زندانونو خوشې شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA