کابل پرېس کلب په يوې اعلاميې کې د ځينو رسنيو له خبريالانو سره د جمهور رئيس غني چلند د اندېښنې وړ بللی او ويلي يې دي چې د حکومت دا ډول کړنې د بيان ازادي له ننګونو سره مخامخ کوي.
خبرپاڼه وايي، جمهور رئيس غني تېره ورځ د يوې خبري غونډې پر مهال له خبريالانو سره د پوښتنو پر مهال تند چلند وکړ او د پوښتنې له ځوابولو يې ډډه وکړه، چې تر دې وروسته يې سرپرست وياند شاه حسين مرتضوي، پر يوه ټلويزيوني بحث کې خبريالان کچالو پلورونکي وبلل.
خبرپاڼه وايي، کابل پريس کلب د جمهوري رياست په دغه ډول کړنو اندېښمن دی، ځکه د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې حکومت او يا بل هر څوک د سانسور حق نه لري او هم د بيان د ازادۍ اصل خوندي دی.
سرچينه زياتوي محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته په ډېرو کمو مواردو کې د خبريالانو پوښتنې ځواب کړي او پرون يې هڅه دا وه چې رسنۍ د ابزارو په توګه وکاروي، چې دا کار هم د بيان ازادۍ خلاف عمل دی.
کابل پرېس کلب دغه ډول کړنې په ټوله کې د هغه څه لپاره ګواښ بللي، چې افغانستان په تېرو ديارلسو کلونو کې تر لاسه کړي دي.
کابل پرېس کلب ويلي ګومان دادی چې جمهور رئيس او مطبوعاتي دفتر يې د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له دريځه اغېزمن شوی دی او درسنيو پر وړاندې هغه دريځ کاپي کوي، چې ټرمپ يې لري، خو دا کار په افغانستان کې ځکه ناکام دی، چې رسنۍ د خلکو د غږ يوازينۍ مرجع ده.


