پکتيکا کې سږ كال ۲۰ زره نوي ماشومانو ښوونځيو كې داخل شوي
په پکتيکا ولايت كې سږ ښوونيز كال ۲۰ زره نوي ماشومان په ښوونځيو کې داخل شوي دي.
د پکتيکا د پوهنې سرپرست رئيس محمد نسيم واجد په دې اړه کليد ته وويل، چې په دغو ماشومانو كې ۱۲ زره يې هلکان او ۸ زره يې نجونې دي.
هغه زياته كړه، د تړلو ښوونځيو په اړه د سيمې له قومي مخورو، ځوانانو او دولتي چارواکو سره د ناستو په پايله کې وتوانېدل، چې سږ كال د زده کوونکو پر مخ ۱۳ تړلي ښوونځي پرانيزي.
Copy and paste this URL into your WordPress site to embed
Copy and paste this code into your site to embed