په پکتيکا ولايت كې سږ ښوونيز كال ۲۰ زره نوي ماشومان په ښوونځيو کې داخل شوي دي.
د پکتيکا د پوهنې سرپرست رئيس محمد نسيم واجد په دې اړه کليد ته وويل، چې په دغو ماشومانو كې ۱۲ زره يې هلکان او ۸ زره يې نجونې دي.
هغه زياته كړه، د تړلو ښوونځيو په اړه د سيمې له قومي مخورو، ځوانانو او دولتي چارواکو سره د ناستو په پايله کې وتوانېدل، چې سږ كال د زده کوونکو پر مخ ۱۳ تړلي ښوونځي پرانيزي.
د واجد په خبره، يوازې په ډيله خوشامند ولسوالۍ کې لا هم ټول ښوونځي تړلي دي، خو هڅه كوي، چې دغه ښوونځي هم د زده کوونکو پر مخ پرانيزي او ماشومان په کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړي.
د پكتيكا د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې په نوي کال کې د ۱۳ تړلو ښوونځيو په پرانيستلو سره په ټوليز ډول ۳۵۷ بابه ښوونځي فعال دي، چې د ۳۸ زره نجونو په ګډون ۱۷۳ زره زده کوونکي په کې زده کړې کوي.


