پاکستان په هندي کشمير کې د کشميريانو په وژلو هند ته خپله غوسه ښکاره کړې ده.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وايي، له ملګرو ملتونو يې غوښتي، چې په کشمير کې د هندي ځواکونو د ظلمونو مخه ونيسي.
پاکستان ويلي، د کشمير په بډګام کې پر لاريون کوونکو د ډزو له كبله شپږ کشميريان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
بل خوا هند بيا پر پاکستان تور پورې کوي، چې ترهګرې ډلې هندي کشمير ته استوي او په سيمه کې پر هندي ځواکونو بريدونه کوي.
په دې وروستيو کې د هند او پاکستان ترمنځ سرحدي وسله والې نښتې هم زياتې شوي، چې امريکا يې اندېښمنه كړې ده.
تېره اونۍ امريکايي چارواکو د هند او پاکستان د لانجې په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ زياته کړه، چې ښايي جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ په ياده موضوع کې منځګړيتوب وکړي.


