ads

ولسي جرګه د ښوونکو او مامورينو د معاشونو لوړولو ته طرحه جوړوي

ولسي جرګه غواړي يوه طرحه چمتو كړي، چې پر بنسټ به يې د ښوونكو او دولتي مامورينو معاشونه لوړ شي.
د ولسي جرګې مشر عبدالروف ابراهيمي نن د دې جرګې په عمومي غونډه كې وويل، د جرګې يو شمېر غړو وړانديز كړى، چې د ښوونكو او مامورينو د معاشونو د لوړولو لپاره يوه طرحه جوړه شي.

نویسنده: sarwan
21 وری 1396

د هغه په وينا، ياد وړانديز د جرګې د غړو له خوا ومنل شواو د مالي او بوديجې كمېسيون ته دنده وسپارل شوه، چې دغه طرحه چمتو او د كمېسيونونو له تاييد وروسته يې تالار ته وړاندې كړي.
ياده طرحه د ولسي جرګې د مالي او بوديجې كمېسيون چمتو كوي، بيا يې د دې جرګې نورو كمېسيونونو ته يې لېږي، چې د هغوى له تاييد وروسته د جرګې تالار ته د عمومي راى ګيرۍ لپاره وړاندې كېږي او د ولسي جرګې له تاييد وروسته مشرانو جرګې ته ځي.
كه مشرانو جرګه دغه طرحه تاييد كړي، نو بيا جمهور رئيس ته د توشېح لپاره لېږل كېږي، چې د جمهور رئيس له توشېح وروسته ياده طرحه په قانون بدلېږي او جمهور رئيس يې په رسمي جريده كې د خپرېدو او عملي كېدو حكم كوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA