د ننګرهار ولايت غني خېلو ولسوالۍ کې يوه ځانمرګي بريد كوونكي هدف ته له رسېدو وړاندې ځان پورې تړلو او ورسره موټر كې ځاى پر ځاى شوو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړې ده.
دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د غني خېلو ولسوالۍ د ۲۵مې ويالې سيمې مارکو بازار ته څېرمه رامنځته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، ځانمرګي بريد كوونكي، چې په الټو ډوله موټر کې يې چاودېدونکي توکي ځاى پر ځاى كړي وو، غوښتل په ياده سيمه كې د کوکنارو د له منځه وړلو د کمپاين کوونکو پر قرار ګاه بريد وکړي.
د نوموړي په خبره، په دې پېښه كې يوازې ځانمرګى بريد كوونكى وژل شوى او بل چاته زيان نه دى اوښتى.
د يادونې وړ ده، چې امنيتي ځواكونو پرون په غني خېلو ولسوالۍ کې يو موټر بم کشف او شنډ کړى و.


