ads

ننګرهار كې پر يوې ديني مدرسې افغان ځواكونو عمليات ترسره کړي

افغان ځواکونو د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند نارنج باغ سيمه کې پر تعليم القران مدرسې عمليات ترسره كړي دي.

نویسنده: sarwan
21 وری 1396
ننګرهار كې پر يوې ديني مدرسې افغان ځواكونو عمليات ترسره کړي

افغان ځواکونو د ننګرهار ولايت د مركز جلال اباد ښار د پنځمې ناحيې اړوند نارنج باغ سيمه کې پر تعليم القران مدرسې عمليات ترسره كړي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان ځواكونو وړمه شپه د عملياتو په ترڅ کې له يادې مدرسې د شيخ احمد شاه او شيخ سردار ولي په نومونو دوه استادان له ځانه سره بېولي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو کې چا ته زيان نه دى اوښتى.
سرچينې د دغو استادانو د وړلو د علت په اړه څه نه دي ويلي.
بل خوا د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال ياد عمليات تاييدوي، خو په دې اړه نور معلومات نه لري.
د نوموړي په خبره، عمليات له کابله ورغلو افغان ځواکونو ترسره کړي دي.
تر دې څه موده وړاندې د ننګرهار په ښېوې ولسوالۍ کې هم ځانګړو ځواکونو ورته شپني عمليات ترسره کړي وو، چې په ترڅ كې يې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ترڅنګ يو شمېر مشکوک کسان له ځانه سره وړي وو.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA