د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د الماس ۲ په نوم عملياتو په مهال د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون شلو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرو څو ورځو راهيسې يې د لغمان ولايت لوېديځ لور ته د الماس ۲ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې تېره شپه د توپچي بريدونو او نښتې له كبله د دوو مهمو قوماندانانو په ګډون ۱۱ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۹ نور سخت ټپيان دي.
د هغه په وينا، په دې عملياتو کې يې ۹۰ جريبه ځمکه باندې کرل شوى د کوکنارو فصل هم له منځه وړى دى.
فقيري زياته كړه، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


