ads

كابل كې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز ۲ كار كوونكي وژل شوي

په كابل ښار كې نن سهار شاوخوا اته بجې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز دوه كار كوونكي وژل شوي دي.
د كابل امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د تحقيقاتو رئيس جنرال محمد سالم الماس وايي، چې دغه كسان د نامعلومو وسله والو له لوري د كابل ښار د پنځمې امنيتي حوزې اړوند چهارراهي قنبر سيمه كې ووژل شول.

نویسنده: sarwan
21 وری 1396

د هغه په وينا، تراوسه د پېښې انګېزه نه ده معلومه او بريد كوونكي له سيمې تښتېدلي دي.
الماس زياتوي، چې د دغو وسله والو د پېژندلو او نيولو هڅې روانې دي.
تراوسه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مركز دغه کار کوونکي په داسې حال کې وژل شوي، چې ياد مرکز تر دې وړاندې يو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي د فساد په تور مجازات کړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA