ads

د ايران سفير د اردن د بهرنيو چارو وزارت احضارول کړی

د اردن د بهرنيو چارو وزارت د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د ايران سفير احضار کړى دى.

نویسنده: sarwan
21 وری 1396
د ايران سفير د اردن د بهرنيو چارو وزارت احضارول کړی

د اردن د بهرنيو چارو وزارت د ايران د بهرنيو چارو وزارت د وياند د وروستيو څرګندونو په غبرګون کې د ايران سفير احضار کړى دى.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي دوه ورځې وړاندې ويلي و، چې اردن دې لومړى د خپل هېواد د هغو ترهګرو په اړه نظر ورکړي، چې له داعش وسله والې ډلې سره يې بيعت کړى دى.
د اردن د بهرنيو چارو وزارت ايران تورن کړى، چې غواړي په دې ډول څرګندونو سره ترهګرۍ سره په مبارزه کې د دغه هېواد هڅې کمرنګې کړي.
اردن په منځني ختيځ کې د امريکا نږدې ملګرى هېواد بلل کېږي، خو ايران بيا په سيمه کې له شيعه ملېشو سره په مرستې تورن دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA