د ملي اردو چارواکي وايي، د ننګرهار ولايت اچين او کوټ ولسواليو کې يې د حمزه په نوم عملياتو په مهال د هوايي او ځمکنيو بريدونو له كبله ۱۹ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، دغه عمليات د كومانډو ځواكونو له لوري پر مخ وړل كېږي، چې په ترڅ كې يې يو داعش وسله وال نيول شوى هم دى.
د نوموړي په خبره، په يادو عملياتو کې افغان ځواکونو او د سيمې خلکو ته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.


