ads

پكتيا كې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ په کوټکي سيمه کې تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396
پكتيا كې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي

د پکتيا ولايت د جاني خېلو ولسوالۍ په کوټکي سيمه کې تېره شپه د غوڅ ملاتړ ماموريت ځواکونو په هوايي بريد کې ۱۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت کليد ته وويل، پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې طالبان له سيمې د تېرېدو په حال کې وو او غوښتل يې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړي.
د حسرت په وينا، د وژل شوو طالبانو هويت تراوسه نه دى په ډاګه شوى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA