ads

پاکستان له سعودي عربستان او ايران سره د ښو اړيکو پر درلودو ټينګار وكړ

پاکستان وايي، نه غواړي، چې د ايران او سعودي عربستان ترمنځ نيابتي جګړه کې ځان ښکېل کړي.
د پاکستان د پوځ وياند اصف غفور له سعودي عربستان او ايران سره د ښو اړيکو پر درلودو ټينګار سره ويلي، چې هېواد به يې د دواړو سيالو حکومتونو ترمنځ پلويتوب و نه کړي.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396

غفور دغه راز زياته کړې، چې له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره د تودو اړيکو غوښتونکي دي.
پاکستان په داسې حال کې له ايران او سعودي عربستان سره د ښو اړيکو د غوښتلو يادونه کوي، چې په دې وروستيو کې يې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف کې د پاکستان په ورګډېدو له ايران سره اړيکې يو څه خرابې شوې دي.
څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د ايران سفير د سعودي عربستان په مشرۍ د اسلامي هېوادونو د ايتلافي پوځ مشرۍ لپاره د پاکستان د پخواني لوى درستيز جنرال راحيل شريف پر ګومارنې خواشينې وښوده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA