ننګرهار كې ۴۵۱ کډوالو کورنيو سره مرسته وشوه

د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د يو شمېر ادارو په مټ ۴۵۱ راستنو شوو کډوالو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کډوالو چارو د رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله ويل شوي، چې د کوارډيډ ادارې له لوري په دې وروستيو كې له پاكستانه خپل هېواد ته د راستنو شوو ۲۴۱ کورنيو هرې يوې ته ۳۷۹۶۰ افغانۍ ورکړل شوې.