د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو د يو شمېر ادارو په مټ ۴۵۱ راستنو شوو کډوالو کورنيو سره د نغدو پيسو مرسته وشوه.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر څخه خپره شوې خبرپاڼه كې د کډوالو چارو د رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله ويل شوي، چې د کوارډيډ ادارې له لوري په دې وروستيو كې له پاكستانه خپل هېواد ته د راستنو شوو ۲۴۱ کورنيو هرې يوې ته ۳۷۹۶۰ افغانۍ ورکړل شوې.
د هغه په وينا، د يو-اين – اوچا ادارې له خوا د ۲۱۰ نورو راستنو شوو كډوالو كورنيو هرې يوې ته ۱۲۰ ډالر ورکړل شول.
فقيرزي د مرستو د وېش په مهال د سروې ټيمونو ته سپارښتنه وکړه، چې راستنو شوو کډوالو او بې ځايه شوو کورنيو ته د خدماتو په وړاندې کولو کې پوره هڅې وکړي.
ده دغه راز وويل، چې د مرستو د وېش لړۍ جريان لري، ټولو راستنو شوو کډوالو او بې ځايه شوو کورنيو سره به له سروې وروسته د مرستندويه ادارو له لوري لازمې مرستې وشي.


