ads

ننګرهار كې لسګونو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې یې د حمزه په نوم پیل کړو عملیاتو په مهال، چې کومانډو ځواکونه یې پرمخ وړي، لسګونو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396
ننګرهار كې لسګونو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې یې د حمزه په نوم پیل کړو عملیاتو په مهال، چې کومانډو ځواکونه یې پرمخ وړي، لسګونو داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، له تېرو څو ورځو راهیسې یې د ننګرهار په کوټ او اچین ولسوالیو کې د حمزه په نوم د کومانډو ځواکونو له لوري عملیات پیل شوي، چې په ترڅ كې يې د هوایي او ځمکنیو بریدونو له كبله ۲۵ داعش وسله وال وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
نوموړي زياته كړه، په یادو عملیاتو کې یې ۶ تنه له داعش وسله والو سره د اړیکو په تور نیولي دي.
د فقیري په خبره، دوی هڅه کوي، چې د دغو عملیاتو په مهال په سیمه کې د داعش وسله والو فعالیتونه ختم او هغوى له ماتې سره مخ کړي.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA