ميانمار کې د كښتۍ ډوبېدو پېښه كې ۲۰ تنه وژل شوي

په ميانمار کې د كښتۍ ډوبېدو پېښه كې ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور لادركه دي.
ځايي پوليسو ويلي، په كښتۍ کې لسګونه کسان سپاره وو، چې په اوبو کې ډوبه شوه او شل تنه ځاى په ځاى د اوبو ښکار شول.
د پوليسو په خبره، په کښتۍ کې ټول مسافر د يو قوم غړي وو، چې له يو واده بېرته خپلو سيمو ته تلل.