په ميانمار کې د كښتۍ ډوبېدو پېښه كې ۲۰ تنه وژل شوي او لسګونه نور لادركه دي.
ځايي پوليسو ويلي، په كښتۍ کې لسګونه کسان سپاره وو، چې په اوبو کې ډوبه شوه او شل تنه ځاى په ځاى د اوبو ښکار شول.
د پوليسو په خبره، په کښتۍ کې ټول مسافر د يو قوم غړي وو، چې له يو واده بېرته خپلو سيمو ته تلل.
ډېرى مسافرو په اوبو کې د لامبو وهلو له لارې ځانونه د نګاوو سيند څنډو ته ايستلي، خو هغوى، چې لامبو يې نه وه زده، اوبو وړي دي.
د ميانمار په سيندونو کې ډېر کله داسې خونړۍ پېښې رامنځته کېږي، چې ژغورونکي يې علت په کښتيو کې له حده د زياتو کسانو شتون يادوي.


