ads

لغمان كې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې یې د الماس ۲ په نوم پیل کړو عملیاتو په مهال ۱۱ وسله والو مخالفينو ته پر مرګ ژوبلې اړولو سربېره پر۳۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم اړولي دي.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396
لغمان كې ۱۱ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وایي، لغمان ولایت کې یې د الماس ۲ په نوم پیل کړو عملیاتو په مهال ۱۱ وسله والو مخالفينو ته پر مرګ ژوبلې اړولو سربېره پر۳۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار هم اړولي دي.
په ختیځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شیرین اقا فقیري کلید ته وویل، چې د لغمان ولایت په مربوطاتو کې د الماس ۲ په نوم پیل کړو عملیاتو په مهال يې د توپچي بریدونو له كبله ۶ وسله وال وژلي او ۵ نور یې ټپیان کړي دي.
د هغه په وينا، د یادو عملیاتو په ترڅ كې يې پر ۳۰ جریبه ځمکه کرل شوی د کوکنارو فصل هم له منځه وړی.
فقیري زیاتوي، دا عملیات به یې تر هغې روان وي، ترڅو چې یې په سیمه کې د وسله والو فعالیتونه نه وي ختم کړي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA