ads

غني خېلو کې د موټر بم چاودنې مخنيوی شوى

امنيتي ځواكونو د ننګرهار ولايت په غني خېلو ولسوالۍ کې يو موټر بم کشف او شنډ کړى دى.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوګياڼي کليد ته وويل، افغان ځواكونو نن سهار شاوخوا لس بجې د غني خېلو ولسوالۍ په ۲۵مې ويالې سيمه کې عمليات کړي، چې په مهال يې په يوه کور کې ولاړ ويټز موټر، چې له چاودېدونکو توكو ډک و، ترلاسه کړى دى.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396

د خوګياڼي په وينا، هڅه كوي د يادو چاودېدونکو توکو د ځاى په ځاى کولو او انتقال عاملين ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري.
تراوسه پورې د دولت کومې مخالفې وسله والې ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA