ads

غزني کې دوه ماین ایښودونکي ووژل شول

امنیتي چارواکي وایي، د غزني ولایت په ګیلان ولسوالۍ کې دوه تنه ماین ښخوونکي د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
د غزني ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فهیم امرخېل کلید ته وویل، یاده پېښه نن سهار شاوخوا اووه نيمې بجې د ګیلان ولسوالۍ په آزاد سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې، چې دوه تنو وسله والو غوښتل په یاده سیمه کې د سړک غاړې یو ماین ځای پر ځای کړي.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396

د نوموړي په وينا، ماین د ایښودلو په مهال چاودنه کړې، چې په پایله کې یې دواړه ماین ښخوونکي وژل شوي دي.
د دولت وسله والو مخالفینو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده، چې ګیلان د غزني د مرکز جنوب ته په شاوخوا ۱۳۰ کیلو مټرۍ کې له زابل او اروزګان ولایتونو سره پر پوله پرته نسبتاً ناامنه ولسوالي ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA