ads

سعودي عربستان افغان زيانمنو شوو کورنيو سره يو ميليون ډالر مرسته كوي

سعودي عربستان په افغانستان كې د طبيعي پېښو له كبله زيانمنو شوو کورنيو سره د يو ميليون ډالرو په ارزښت مرسته کوي.
په کابل کې د سعودي سفارت له خوا كليد ته را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا مرسته به د خوراكي توكو او سرپناه برابرولو برخه كې وي، چې وېش به يې د افغان حكومت اړوند ادارو سره په همغږۍ د ملك سلمان د خيريه او بشردوستانه مرستو د مركز له لارې وشي.

نویسنده: sarwan
20 وری 1396

په کابل کې د سعودي عربستان د سفارت شارژدافير مشاري بن مزعل الحربي وايي، دغه مرستې به د هغو ولايتونو له خلکو سره وشي، چې په تېرو دوو مياشتو کې د سختو بارانونو، واورو او د ځمکې ښويېدو پېښو کې زيانمن شوي دي.
ده زياته کړې، د سعودي عربستان مشرتابه او په سر کې يې د پاچا سلمان بن عبدالعزيز لارښوونې د افغانستان له حکومت او خلکو سره د مرستو په اړه په هر ډول شرايطو کې روښانه او ښکاره دي.
د هغه په وينا، د سعودي عربستان د پاچا هيله د افغانستان ارامي او ټيکاو دى او دغه هدف ته د رسېدو په خاطر به هېڅ ډول همکاري ونه سپموي.
د يادونې وړ ده، چې دغه هېواد مخکې هم د طبيعي پېښو له كبله ځپل شوو افغان كورنيو سره مرستې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA