د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په اتو ګډو عملياتو كې د ۲۷ داعشيانو په ګډون ۴۷ وسله وال وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان دي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن كليد ته رالېږل شوې خبرپاڼه كې راغلي، چې دغه عمليات په تېرو ۲۴ ساعتونو كې د هلمند، كندوز، اروزګان، بلخ، پكتيا او ننګرهار ولايتونو په مربوطاتو كې ترسره شوي دي.
د سرچينې په وينا، په يادو عملياتو يوه اندازه مهمات هم د امنيتي ځواكونو لاسته ورغلي دي.
په خبرپاڼه كې د افغان ځواكونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.


