د اردن او سوريې ترمنځ ګډ سرحد کې چاودنې شوي

د اردن او سوريې ترمنځ ګډ سرحد کې نن سهار د دوو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سکاى نيوز خبري اژانس د اردن د پوځي چارواکو له قوله ويلي، يادې چاودنې په داسې حال کې شوي، چې هېواد يې له سوريې سره پر ګډه پوله اضافي سرتېري ځاى په ځاى کړي دي.