د اردن او سوريې ترمنځ ګډ سرحد کې نن سهار د دوو زورورو چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
سکاى نيوز خبري اژانس د اردن د پوځي چارواکو له قوله ويلي، يادې چاودنې په داسې حال کې شوي، چې هېواد يې له سوريې سره پر ګډه پوله اضافي سرتېري ځاى په ځاى کړي دي.
تراوسه د يادو چاودنو د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
اردن د سوريې پر پوله په داسې حال کې اضافي سرتېري ځاى په ځاى کړي، چې امريکا په سوريه کې د بشارالاسد د حکومتي ځواکونو نظامي تاسيسات په کروز توغنديو وويشتل او بل خوا د سوريې جګړه د اردن پولو ته غځېدلې ده.
اردن په منځني ختيځ کې د امريکا يو متحد هېواد بلل کېږي، چې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف کې هم شامل دى.


