د امريكا د ملي اردو د ځانګړو ځواكونو يو سرتېرى په افغانستان كې وژل شوى دى.
پنټاګون وايي، چې دې سرتېري په ننګرهار ولايت كې د داعش ډلې ضد عملياتو كې خپل ژوند له لاسه وركړى، خو د هغه نوم يې نه دى په ډاګه كړى.
د يادونې وړ ده، چې داعش وسله وال د ننګرهار په ځينو ولسواليو كې حضور لري او وسله وال فعاليتونه كوي.
امريكايي بې پيلوټه الوتكې كله ناكله په ياد ولايت كې پر داعش وسله والو بريدونه كوي.
دا په داسې حال كې ده، چې سپينه ماڼۍ تصميم لري په افغانستان كې د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو په ضد د مبارزې په هدف د خپلو سرتېرو شمېر زيات كړي، خو د امريكا د دفاع وزارت ويلي، چې تراوسه په دې اړه وروستۍ پرېكړه نه ده شوې او په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو د عمومي قوماندان جنرال جان نيكولسن پر دغه وړانديز فكر كوي.


