هند له اسراييلو د توغنديو ضد دفاعي سيسټم پېري

هند غواړي له اسراييلو د ميلياردونو ډالرو په ارزښت د توغنديو ضد دفاعي سيسټم وپېري.
په همدې تړاو د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي هوکړه هم لاسليک شوې او په نږدې راتلونکې به اسراييل هند ته د توغنديو ضد دفاعي سيسټم وسپاري.
پاکستاني رسنيو د هندي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه سيسټم ځمکني او سمندري پوځ لپاره چمتو کېږي.