ads

نري رنځ ننګرهار كې تېر كال ۱۴ تنه وژلي

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، تېر کال په دې ولايت كې د توبرکلوز يا نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې ۱۴ تنه مړه شوي دي.

نویسنده: sarwan
19 وری 1396
نري رنځ ننګرهار كې تېر كال ۱۴ تنه وژلي

د ننګرهار روغتيايي چارواکي وايي، تېر کال په دې ولايت كې د توبرکلوز يا نري رنځ په ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې ۱۴ تنه مړه شوي دي.
روغتيايي چارواکو دا خبره نن د توبرکلوز په وړاندې د مبارزې نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې وکړه.
د ننګرهار د عامې روغتيايي رئيس نجيب الله کامه وال کليد سره په خبرو کې وويل، چې پر مرکز سربېره په ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو کې د نري رنځ ناروغي په وړيا ډول تداوي کېږي.
د هغه په وينا، هر کال دوى ته د ولايت په کچه تر شپږ زرو پورې په يادې ناروغۍ د اخته کسانو د تشخيص او تداوۍ هدف ټاکل شوى، خو دوى يوازې تېر کال څلور نيم زره کسانو کې د توبرکلوز ناروغي تشخيص او تداوي کړې ده.
كامه وال زياته كړه، که په دې ناروغۍ اخته کسان ژر تداوي نه شي، نو شونې ده، چې نورو روغو کسانو ته پر سرايت سربېره اخته کس و وژني.
د ننګرهار روغتيايي چارواکي د توبرکلوز په وړاندې د مبارزې نړيواله ورځ په داسې حال کې لمانځي، چې د روغتياپالانو په وينا، تر دوه اونيو د تبې اوږدېدل، دوامداره ټوخى او د وزن کمېدل د دغې ناروغۍ له سترو نښو ګڼل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA