ads

مېركل د افغان كډوالو د ايستلو لړۍ پر چټكولو ټينګار كړى

د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېركل په دې هېواد كې د هغو افغان كډوالو د ايستلو د لړۍ پر چټكولو ټينګار كړى، چې د پناه غوښتنليكونه يې رد شوي دي.

نویسنده: sarwan
19 وری 1396
مېركل د افغان كډوالو د ايستلو لړۍ پر چټكولو ټينګار كړى

د جرمني لومړۍ وزيرې انګلا مېركل په دې هېواد كې د هغو افغان كډوالو د ايستلو د لړۍ پر چټكولو ټينګار كړى، چې د پناه غوښتنليكونه يې رد شوي دي.
د هغې په خبره، ټول اروپايي هېوادونه هغه افغانان وباسي، چې پناه غوښتنه يې نه ده منل شوې.
ځينې رسنۍ وايي، مېركل تېره ورځ په برلين كې په يوه غونډه كې د خبرو په مهال له جمهور رئيس غني غوښتي، هغه انځور دې، چې ګواكې د افغانستان شرايط د دې هېواد د اتباعو لپاره چندان مناسب نه دي، نه ايجادوي.
نوموړې زياته كړې، د افغانانونو په ذهنونونو كې د داسې يو انځور په ايجادولو سره ممكن ټول افغانان خپل هېواد پرېږدي او په افغانستان كې به بيا د دولت له وسله والو مخالفينو سره د جګړې لپاره څوك نه وي پاتې.
د جرمني لومړۍ وزيرې د افغان حكومت له قوله ويلي، چې د ټولو افغان پناه غوښتونكو ژوند له خطر سره مخ نه دى او ممكن د پناه غوښتنې علت يې هوسا ژوند ترلاسه كول وي.
د يادونې وړ ده، چې افغانستان له سوريې وروسته دوهم هېواد دى، چې په جرمني كې زيات پناه غوښتونكي لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA