ads

لغمان كې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د الماس ۲ په نوم پيل کړو عملياتو په مهال ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: sarwan
19 وری 1396
لغمان كې ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ملي اردو چارواکي وايي، لغمان ولايت کې يې د الماس ۲ په نوم پيل کړو عملياتو په مهال ۱۲ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، له تېرې ورځې راهيسې يې د لغمان پر مرکز سربېره يو شمېر سيمو کې د الماس ۲ په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړي، چې په ترڅ كې يې ۴ وسله وال وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، په يادو عملياتو کې يې وسله والو طالبانو سره د تړاو په تور ۸ تنه نيولي، چې اوسمهال ترې پوښتنې او ګروېږنې روانې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA