د پاکستان پنجاب ايالت کې له پوليسو سره مخامخ نښته کې د لسو ترهګرو د وژل كېدو ادعا شوې ده.
پاکستاني رسنيو د پوليسو له قوله ويلي، تېره شپه د لاهور مناوا سيمه کې پوليسو هغه لس ترهګر وژلي، چې پر مال روډ يې چاودنه کړې وه.
د پوليسو په خبره، ګڼ شمېر وسله وال د شپې تيارې څخه په ګټې اخيستنې له سيمې تښتېدلي دي.
امنيتي چارواکو همدارنګه ادعا كړې، چې له وسله والو يې يوه اندازه وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.
د پاکستان د استخباراتي ادارې چارواکو د يادو ترهګرو اړيکه له تحريک طالبان پاکستان ډلې سره بللې ده.


