په كونړ ولايت كې د طوفان دوه په نوم د امنيتي ځواكونو ګډ تصفيوي عمليات پيل شول.
په ختيځ کې د ملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال شيرين اقا فقيري کليد ته وويل، چې نن سهار يې د څوکۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو په مشرۍ له ملي او سيمه ييزو پوليسو او د ملي امنيت ځواكونو سره يو ځاى د طوفان دوه په نوم ګډ تصفيوي عمليات پيل کړل.
د فقيري په خبره، د دې عملياتو هدف سيمه کې د وسله والو د فعاليتونو مخنيوى او د ډاډمن امنيت راوستل دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه د ملي اردو له لوري د دغو پيل شوو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.


